موسکا نجیب (په نړۍ کې د غوره دندې) په سیالۍ کې
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

شپږو دندو ته له نیم ملیون څخه زیاتو کسانو د نړۍ له نږدې ۲۰۰ هېوادونو څخه وړاندیز کړی دی ۲۹

 کلنه موسکا نجیب د هغو ۱۵۰ کاندیدانو څخه ده، چې د استرالیا (په نړۍ کې د غوره دندې) د سیالۍ په نوملړ کې راغلې ده. اغلې نجیب یوازینۍ افغانه ده چې په دغو سیالیو کې د خپل هېواد استازیتوب کوي ،موسکا د نړۍ له ۱۹۶ هېوادونو څخه ۶۰۰،۰۰۰ کسانو د وړاندیز کوونکیو په منځ کې یوازینۍ افغانه ده چې (په نړۍ کې د غوره دندې) په سیالیو کې برخه اخلي.

     د اپریل لسمه نېټه او د دغه وړاندیز په وروستی ورځ د ۳۵۰،۰۰۰ کسانو لېست اعلان شود استرالیا د ګرځندوی مسوولینو په روانه میاشت کې لږ ترلږه ۴۵۰۰۰ ویډیوګانې وکتلې او په پایله کې یې یادو شپږو دندو ته  ۱۵۰ کاندیدان بېل کړل شول چې هرې دندې ته ۲۵ کاندیدان دي. په دغو شپږو دندو کې اغلې مسکا د ژوندانه د سبک عکاسۍ دندې ته د ۲۴ نورو سیالانو ترڅنګ کاندیده ده.

اغلې مسکا دا مهال د فلم اخیستونکې او ازادې پروډیوسرې په توګه دنده ترسره کوي ،د ژوندانه د سبک د عکاسې په توګه اغلې مسکا وویل: " دا زما غوندې د یوې افغانې لپاره یو لوی فرصت دی، چې پدغه سیالۍ کې د یوې افغانې میرمنې په توګه سیالي وکړم ،نوموړې وړاندې زیاته کړه: " ډېر زیات افغانان په افغانستان کې دننه او بهر شته چې په انفرادي توګه فعالیت کوي، دوی ښه استعدادونه لري او ددې وړ دي چې په نړیواله کچه په سیالیو کې وځلېږي، خو ډېری د دوی دغو سیالیو ته له دې کبله چې دوی افغانان دي نه غوره کېږي. دغه سیالي ما د خپل ځان لپاره یو چانس وګاڼه او برخه مې پکې واخیسته ،اغلې موسکا په لومړني چانس کې له بریالیتوب څخه وروسته وویل :" زه ډېره خوشحاله یم چې په ۲۵ غوره کسانو کې راغلم. دا به زما لپاره یو حیرانونکې تجربه وي چې په راتلونکي ګام کې هم انتخاب شم."

دغه دندې د استرالیا د ګرځندوی ادارې لخوا د روان کال په پیل کې اعلان شوې چې د ځوانانو د کمپاین د څلور میلیونه ډالرو یوه برخه جوړوي. دغه کمپاین په ۲۰۰۹ کال کې ترسره شو،د سږ کال ګټونکي به شپږ میاشتې تنخوا ولري چې ټولټال ۱۰۰۰۰۰ سل زره استرالیايي ډالر کېږي او همدا راز د اوسېدو لګښت. د سیالۍ په راتلونکي ګام کې به له هر ګډونوال څخه وغوښتل شي چې دغې مقام ته د رسېدو لپاره له منصفه پلاوي یا لوبڅاریو څخه د غوره والي تصدیق ترلاسه کړي هر ګډونوال چې پدې پړاو کې بریالی شي، هغوی به د وروستي پړاو لپاره د روان کال جون میاشتې تر نیمایي استرالیا ته ورغوښتل کېږي او د جون په ۲۱مه نېټه به شپږ بریالي کسان اعلان شي.

مسکا نجیب په افغانستان کې زیږېدلې، زده کړې یې په هندوستان او سویس کې بشپړې کړې دي. نوموړې په سویس کې په نړیوالو اړیکو کې لوړې زده کړې کړې دي. له فراغت وروسته یې له بي بي سي سره د خبریالې او پروډیوسرې په توګه دنده پیل کړه. مسکا له څو کلونو را پدېخوا د عکاسې په توګه کار کوي او عکسونه او تصویرونه یې د بي بي سي په ویب پاڼه کې خپرېږي. په وروستیو پېنځو کلونو کې یې د سویلي اسیا څو هېوادونو ته د خبریالې، عکاسې او فلم اخیستونکې په توګه سفرونه کړي دي. نوموړې د خپل ژوند ډېره برخه له افغانستان نه بهر تېرکړی دی. نوموړې د افغانستان له تاریخ، فرهنګ او عنعناتو سره ژوره اشنايي لري. هغې د افغانستان دکلچرپه نوم یو کتاب هم لیکلی چې ډېر زر به چاپ شي. دتاند دویپ پاڼی ځخه په مننه، ومسکا نجیب ته په اینده کی دلاپیروزیو په هیله .پای 


April 30th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها